ښایی لنډه موده کې چک جمهوریت ته هم اوسنی سرپرست افغان حکومت خپل ډیپلوماټان واستوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
ګهیځ نیوز ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې ښایی د لنډو څو ورځو په ترڅ کې چک جمهوریت کې د افغان سفارت چارې هم د اوسنی سرپرست افغان حکومت ډیپلوماټانو ته وسپارل شی.
د موندنو له مخې په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهرزاد اریوبی هم په دې اړه د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره خبرې کړی.
موندنې ښیی چې چک جمهوریت کې ډیپلوماټیکه دستګاه په منظمه توګه د بهرنیو چارو وزارت سره تماس کې خپل فعالیتونه مخته وړی.
تر دې وړاندې ایران، ترکیې او متحده عربی اماراتو کې هم د افغان سفارتونو او کونسلګریو چارې د اوسنی سرپرست افغان حکومت ډیپلوماټانو ته وسپارل شوې.
که څه هم بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هیله مندی ښودلې، خو دغه سفارت ته د اوسنی حکومت د ډیپلوماټانو د ورتلو په تړاو یې رسماً څه نه دی ویلی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.