کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قطر کې د نړیوال امنیت پنځمې غونډې په درېیمه چې د دغې ناستې وروستۍ ورځ وه، د افغانستان د امنیتی وضعیت په اړه په کې خبرې شوی.
راپورونه وایی، چې دغو خبرو کې د ترهګرۍ، پوهنې، د ښځو د حقونو او افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو او یو شمېر نورو مسایلو بحث او خبرې شوی دی.
که څه هم د سرپرست افغان حکومت استازی رسماً دغې غونډې ته نه وو بلل شوی، خو د مخکینی حکومت یو شمېر چارواکو دغه غونډه کې ګډون او ویناوې کړی دی.
د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې غونډې یو له ویناوالو و، نوموړی په اوسنی وضعیت کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځی خبرې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان په اوسنی حکومت کې باید ټولو خلکو ته ونډه ورکړل شی او ښځو ته د کار، فعالیت او زده کړو اجازه ورکړل شی.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه د دغې ناستې پر څرګندونو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ