کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د دغه وزارت مرستیال د افغان کوریا له تعلیمی او مسلکی مرکز څخه د ۴ سوه تنو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې ویلی، چې هېواد کې د بېکارۍ د له منځه وړلو او له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره د حرفوی زده کړو او پروګرامونو پراختیا ته اړتیا ده.
نوموړی هیله څرګنده کړې، چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ به وکولای شی، هېواد کې د مسلکی زده کړو زمینه برابره او پراخه کړی.
په دې مراسمو کې یو شمېر ګډونوالو وویل، دوی چمتو دی چې په هېواد کې د مسلکی زده کړو د پراختیا او د مهارتونو د لوړولو په برخه کې د افغان کوریا له انسټېټیوت سره همکاری وکړی.
د افغان کوریا د تعلیمی مرکز مسوولینو هم ټینګار وکړ چې د مسلکی زده کړو له پراختیا پرته د هېواد اقتصادی پرمختګ ناشونى دى.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږی، چې هېواد کې په شدت سره د بې وزلۍ ډېرښت خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ