کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې پولیسو د څو ورځو راهیسې د دغه هېواد په لاهور ښار کې د پخوانی لومړی وزیر د نیولو په موخه هڅې روانې کړی دی.
راپورونه وایی، د عمران خان پلویان چې پولیسو ته اجازه نه ورکوی، چې عمران خان ونیسی، چې له همدې امله ډېری برخو کې له پولیسو سره په تاوتریخوالی اوښتی.
د دغه تاوتریخوالی په ترڅ کې د دواړو لورو یو شمېر کسان ټپیان شوی، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د پاکستان په پخوانی لومړی وزیر عمران خان باندې تور دی، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې ده ته د نورو هېوادونو سوغاتونه پلورلی دی، چې په همدې مناسبت یې محکمې اوس د نیولو حکم جاری کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ