نن د کب ۲۷ مه د خبریال د ورځې په نامه یادېږی او په ګران هېواد کې له خبریالانو څخه د قدردانۍ او د هغوی له خوارۍ او زیار اېستنې څخه د قدر دانی په موخه هر کال لمانځل کېږی. پرته له شکه خبریال، ډاکټر او پولیس په خلکو او ټولنه کې د ناسمیو د سمونې عسکر دی.
مسلکی خبریال په خپل ژوند او کاری چاپېریال کې تل د سمون تګلاره خپلوی او د ټولنیزو ستونزو د حل هڅې کوی او تل د ولسونو په چوپړ کې وی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه د خبریال د ورځې په مناسبت ټولو خبریالانو ته مبارکی وایی او په سختو حالاتو او کړاوونو کې ورته د زغم، موفقیت او بری هیله لری.
ګرانو خبریالانو!
ورځ مو نېکمرغه او چارې مو بریالۍ!
گهیځ