روداتو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ له ۳ زره ۳۳۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالی مرسته او د (WHH) مؤسسې په همکارۍ ۳ زره ۳۳۴ اړمنو کورنیو باندې خوراکی توکی ووېشل شول.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړی، (۶) کیلو دال، (۳) پاکټه سوپر سریال، (۳۲) پاکټه د ماشومانو د خوار ځواکۍ د مخنیوی مواد او نیمه کیلو مالګه ورکړل شوه.
ننګرهار کې دغه مرستې په داسې مهال وېشل کیږی، چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو اتو میاشتو کې د ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره د ۸ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان نه پوهېږی چې بل څاښت خواړه به له کومې لارې ترلاسه کوی او شپږ میلیونه کسان بیا له قحطۍ څخه یوازې یو ګام فاصله کې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.