ننګرهار کې پر نشه یی توکو ۱۵۰ تنه روږدی کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی، په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون څخه ۱۵۰ تنه له ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د روږدو کسانو د درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون آمر ډاکټر محمد سمین ستانکزی وایی، تېر یو کال کې یې د ۱۳ سوه معتادینو درملنه کړې او په راتلونکو څو ورځو کې به د امنیه قومندانۍ په مرسته د معتادینو د راټولولو بل کمپاین هم ترسره کړی.
د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۱۲۰ تنه د درملنې په موخه دغه روغتون ته ولېږدول شی.
د سرپرست افغان حکومت تر بیا حاکمیت وروسته ټول هېواد کې پر نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې چاره چټکه شوې ده.
بل لور بیا یو شمېر خلک نیوکه کوی، چې د دغو کسانو له ډلې ډېری یې د بې روزګارۍ او فقر له امله بیا ځل د دغه توکو استعمال ته مخه کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.