کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې افغانستان او ورسره پنځه نور هېوادونه په نړۍ کې تر ټولو له زیاتې لوږې سره مخ دی.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلی، چې د نړۍ په کچه افغانستان، سومالیا، ایتوپیا، د نایجریا شمال ختیځ، سویلی سوډان او یمن هغه هېوادونه دی، چې له شدیدې قحطۍ سره مخ دی.
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې ویلی، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسان بشری مرستو ته اړتیا لری او ملګری ملتونه به نږدې ۲۲ میلیونه کسانو ته یې مرستې برابرې کړی.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې تېر کال توانېدلی و چې په ټول افغانستان کې له یو میلیون مټرېک ټنو زیات خوراکی توکی او د ۳۲۶ میلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو یا کوپون په بڼه په ټول افغانستان کې پر اړمنو کورنیو وېشنه وکړی.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلی و، چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په موخه ۸ سوه مېلیونه ډالرو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ