د خوراکی توکو پر اولیه موادو مالیه کمه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ویلی، چې د هېواد په ګمرکونو کې یې د خوراکی توکو په ځانګړې توګه د لومړنیو خوراکی توکو مالیات کم کړی دی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، چې د مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې د خوراکی توکو پر لومړنیو توکو ګمرکی محصول له ۵۰ سلنې څخه ۷۰ سلنې پورې را کم کړی او د دغه تخفیف له امله د هېواد په بازارونو کې نرخونه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېر کم او باثباته شوی دی.
دغه وزارت په داسې مهال د مالیې د کمښت خبر ورکوی، چې نورو کلونو کې به د روژې مبارکې میاشتې په رانږدې کېدو سره بازارونو کې د خوراکی توکو بیې نورې هم پورته تللې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.