طبیعی پېښو سږ کال د ۱۱ سوه ۲ کسانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د یو ویډیویی پیغام له لارې ویلی، سږ کال په طبیعی پېښو کې ۱۱ سوه ۲ تنه مړه او ۲ زره ۱۵۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
د نوموړی ‌په خبره دې مهال کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ۹ زره ۸۰۸ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوی او همدارنګه روان هجری لمریز کال کې په طبیعی پېښو کې شاوخوا ۸۰ زره څاروی له منځه تللی دی
د ده په خبره دغه موده کې د سېلابونو راوتلو له کبله د ۱۴۷ زره ۷۴۷ جریبه ځمکه ویجاړه شوې او څه باندې ۴ سوه هټۍ هم نړېدلی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعی پېښو له امله زیانمنې شوې، ځمکې او کورونه هم وېشلې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.