کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
برېتانوۍ ډیلی ټلګراف ورځپاڼې تېره ورځ د برېټانیا د دفاع وزارت له قوله ویلی، چې د افغانانو د سندونو په برخه کې ځینې تېروتنې له دوی څخه شوی چې له امله یې اوس دوی له افغان کډوالو بښنه غواړی.
د برېټانیا دفاع وزارت له افغان پناه غوښتونکو د هغې غوښتنې په خاطر چې که غواړی برېټانیا ورته پناه ورکړی، باید لازم اسناد یې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا تایید شی، بښنه غوښتې ده.
د ورځپاڼې له قوله د برېټانیا دفاع وزارت له قید او شرط پرته بښنې ته اړ ایستل شوی چې له دوی څخه یې په دې هېواد کې د منل کېدو لپاره کړې وه.
وړاندې تر دې افغان پناه غوښتونکی اړ ول چې برېټانیا ته د پناه اخیستو لپاره خپل د زېږېدلو سند او نکاح خط په سرپرست افغان حکومت باندې تایید او مهر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ