معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې د افغان نجونو اوسني وضعیت په اړه له رینا امیري سره کتلي

ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې د افغان نجونو اوسني وضعیت په اړه له رینا امیري سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د عربي رسنیو د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازې شیخ عالیه بنت احمد بن سیف الثاني د افغانستان ښځو، نجونو او بشري حقونو برخه د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي دي.
راپورونه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روانو حالاتو او د افغان ښځو د حقونو، په ځانګړي توګه د زده‌ کړو د حق د ملاتړ په لارو چارو خبرې کړې دي.
دوی دغه خبرې په داسې مهال کړي، چې همدې ورځ دوه کې د نوي تعلیمي کال پیلیږي، خو د نجونو د لوړ تعلیم او تحصیل د راتلونکي په اړه ډېری مسایل لا هم هماغسې مبهم پاتې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس