غور کې یوې ناچاودې سرګلولې د یوه مور او پنځو ماشومانو ژوند واخېست

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په غور ولایت کې د یو ناچاودې توکې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړی وژل شوی.
د غور ولایت امنیتی چارواکی وایی، چاودنه د دې ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د غورقند په کلی کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یوې کورنۍ ماشومانو له یوه لاسی بم سره لوبې کولې او پرې وچاودېد.
د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مصطفی حقانی ویلی، د دې چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ مور او پنځه ماشومان چې درې نجونې او دوه یې هلکان وو، وژل شوی دی.
د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر په وینا، دې چاودنې مالی زیانونه هم اړولی دی.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو جګړو څخه پاتې ماینونه او ناچاودېدونکی مهمات په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه هېوادوال معلول او یا وژلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.