کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلی، د دغه هېواد سېند آیالت له زندانونو څخه تازه دمی ۱۹۰ نور افغان بندیان هم آزاد او د سرپرست افغان حکومت په لګښت باندې خپل هېواد ته ولېږل شول.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی، تېره ورځ د دغه سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۱۹۰ افغان بندیان د سېند ایالت له زندانو ازاد او هېواد ته منتقل شول.
دوی په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې تر دې دمه ۱۸ سوه ۹۳ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د سفارت او قونسلګرۍ په لګښت هېواد ته لېږدول شوی دی.
پاکستان چې دې وروستیو کې یې افغان کډوالو سره بد چلند ته زور ورکړی و، په نړیواله کچه له نیوکو سره مخ شوی دی.
گهیځ