روژه او د یوه مسلمان په توګه زمونږ دندې او مسؤولیتونه!

لکه چې ګورو زمونږ په هېواد کې د نوی لمریز کال له پیل سره هم مهاله د روژې مبارکه میاشت هم د نړۍ پر مسلمانانو را غبرګه کېدونکې ده او په لنډو څو ورځو کې به له خیره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره مسلمانان د دغه الهی سوغات او د کال تر ټولو برکتی میاشتې هرکلی وکړی.
پدې یوه میاشت کې به د نړۍ ټول مسلمانان هڅه کوی د تقوا، رحمت، فضیلت، برکت او د پاک رب دربار ته د نژدې کېدو دغه میاشت په هماغه بڼه چې پاک رب مسلمانانو ته حکم کړی، ولمانځی او د عبادت او ریاضت حق یې لکه چې لازمه ده، ادا کړی.
د روژې په مبارکه میاشت کې د نړۍ ټول مسلمانان هڅه کوی پر نورو عبادتونو سر بېره د قرآنکریم تلاوت، ترجمې او د خیرات او صدقاتو ورکړې ته تر پخوا زیاته توجه وکړی او بیا یې هڅه هم دا وی چې دغه لړۍ د کال په نورو یوولسو میاشتو کې هم جاری وساتی.
د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان دا هڅه هم کوی چې د نیکو کړنو په ترسره کولو سره خپل ورځنی ژوند د اسلامی ارشاداتو عملی جوګه وګرځوی او د ژوند په هره برخه کې اسلامی لارښوونې او ارشادات عملی او په ترسره کولو سره یې د لوی الله د قرب ترلاسه کولو هڅه وکړی.
همدارنګه مسلمانان هڅه کوی ترڅو پدې میاشت کې او همدارنګه د خپل ژوند په اوږدو کې تل د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر احادیثو او سنتو ځان پوه کړی او په خپل ژوند کې د دغه سنتو د عملی کولو لپاره جدی هڅې وکړی.
الله جل جلاله د هغو کسانو سره چې د روژې په مبارکه میاشت کې نېک کارونه تر سره کوی، د سترو اجرونو او بدلو ژمنه کړیده. دا میاشت د مسلمانانو لپاره یو ښه چانس دی تر څو نېک کارونه ترسره کړی او ډېر ثوابونه لاس ته راوړی او د خپلو ګناهونو د بښنې لپاره پخه اراده وکړی.
که څه هم د اسلام مبارک دین خپلو پیروانو ته په هر وخت او هره موقع کې د خیرات او صدقاتو د ورکړې توصیه کړې ده، خو د روژې په مبارکه میاشت کې د دې کار د فضیلت په دوه چنده کولو سره یې مسلمانان نور هم دغه کار ته هڅولې دی.
له همدې امله دی چې باید مونږ هم په خپل ورځنی ژوند کې د یوه مسلمان په توګه د اسلامی دین او شریعت لارښوونو ته پاملرنه وکړو او هڅه مو دا وی چې د یوه مسلمان په توګه نه یوازې د روژې په نیولو سره د الله رضا ولټوو، بلکې د لا زیاتو نېکیو او ښېګڼو په ترلاسه کولو سره لا ډېر اجر او ثواب هم ترلاسه کړو.
یوه بد مرغی چې په تېرو څو لسیزو کې په پرله پسې ډول خوار او مظلوم افغانان ورسره لاس او ګرېوان دی، هغه فقر، وزګارتیا او بې وزلی ده چې د خوار افغان ولس اکثریت ځوروی او هغوی یې له لوږې او نیستۍ سره مخامخ کړی دی.
شک نشته چې په تېرو دوو لسیزو کې پر افغانستان حاکمو واکمنو او قلابی جمهوریت، خوار، جګړه ځپلی او بې وزله افغانان نور هم وځپل که څه هم د یوه مصنوعی اقتصاد په را منځ ته کولو سره یې د یو شمېر وګړو ژوند په نسبی بڼه ښه کړ خو ددې سره جوخت یې تر نوی سلنې زیات خوار افغانان نور هم وځپل او د هغوی ژوند یې ور تباه کړ.
په افغانستان کې څه د کورنیو کور ورانوکو جګړو او څه هم تر هغې را وروسته د قلابی جمهوریت په موده کې افغانان د یوه مصنوعی اقتصاد پر مټ نور هم و زبېښل شول او د هغوی د بدمرغۍ او سوکالۍ د اصلی سرچینو د پیدا کولو پر ځای، هڅه وشوه هغوی په کاذبو شعارونو وغولول شی او هغوی ته په نا عادلانه ډول د کورنیو او بهرنیو خیریه جهتونو له خوا د خیرات په ورکړې سره، له هغوی څخه خیرات خواره جوړ کړی.
شک نشته که پدې موده کې هغوی ته د تیارې مړۍ د ورکړې پر ځای، د کار او روزګار سمه زمینه برابره شوې وای، نن به کم تر کمه په هېواد کې د فقر، غربت او خوارځواکۍ هغه زړه بوږنونکې بېلګې ډېرې کمې لیدل شوې وې، چې په هر ولایت او ولسوالۍ کې خوار افغان بچی ورسره لاس او ګرېوان دی.
په هر صورت دادی د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره چې د اسلامی ارشاداتو له مخې د مسلمان هر نېک عمل ځانګړی اجر او ثواب لری او په ترڅ کې یې مسلمان ته د هر ډول نېکۍ بدله په څو چنده ورکول کېږی، پر هر شتمن مسلمان فرض ده چې د نورو مسلمانانو لاس نیوی ته را ودانګی او خپل رسالت او مسؤولیت ادا کړی.
د ټولنې د بې وزلو او فقیرو وګړو لاسنیوی په هر وخت کې له اجر او ثواب څخه خالی نه وی، خو د روژې د مبارکی میاشتې په ترڅ کې بیا ځانګړی فضیلت لری چې باید مسلمانان ورته پاملرنه وکړی.
متأسفانه لکه پورته چې یادونه وکړه په تېر کې هغه څه دلته وشول چې باید نه وای شوی خو که اوس هم که د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره زمونږ مسلمان او زړه سواند سوداګر او د ټولنې شتمن وګړی خپل رسالت ته پاملرنه وکړی، ان شاء الله دا ستونزه به تر یوه بریده حل او شته ناخوالې به ورسره کمې شی.
و ماعلینا الی البلاغ

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.