کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری لومړۍ نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوی کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د همدې روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالی کې ترسره شی.
د نوموړی ترڅنګ د هېواد با تجربه لوبغاړی محمد نبی، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، هم لوبډلې ته راګرځېدلی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوی رییس نصیب خان د لوبډلې په اړه ویلی، چې په تمریناتی کمپ کې لوبغاړو ډېره خواری کړې ده.
د نوموړی په خبره د همدې تمریناتو له مخې یې د لوبغاړو د غوراوی کمېټې د یادو سیالیو لپاره غوره لوبغاړی ټاکلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ