کابل-ګهیځ نیوز(د حمل/وری ۲مه ۱۴۰۲)
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتی، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړی.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلی، روانه اونۍ د نوی ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو میلیون زیات نجونې به اجازه ونه لری چې ټولګیو ته لاړې شی.
یوناما له سرپرست افغان حکومته غوښتی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ټولو تبعیضی پالیسو په شا شی.
یوناما ویلی، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایی نفوس هیلې وژنی، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا سیف ده چلډرن مشر فران ایکیزا ویلی، چارواکی باید د ټولو زده کونکو لپاره ښوونځی پرانیزی، څو دوی وکولی شی ټولنیز ژوند ته دوام ورکړی
تېره ورځ له اووم ټولګی پورته د نجونو له زده کړو پرته سړو سیمو کې ښوونځی رسماً پرانیستل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ