له څلور لسیزو وروسته بیا ځل کندز کې د سپین زر دولتی شرکت خپل فعالیت پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندز سیمه ییزو مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د سپین زر دولتی شرکت له څلور
لسیزو ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان مرکزی بانک عمومی رییس او یو شمېر نورو دولتی مسوولینو ګډون کړی و.
په دغه مراسمو کې د یاد شرکت مرستیال وویل، چې دغه شرکت تاریخی مخینه لری او په تېرو څلورو لسیزو کې یې فعالیت نه درلود، خو اوس تازه یې بېرته فعالیت پیل کړ.
په ورته مهال د مالیې وزارت د دولتی عمومی شرکتونو رییس ویلی، چې اوس مهال دغه شرکت د پنبې، د زغرو او کونځلو غوړیو، د صابون جوړولو برخه کې فعالیت لری او له دې وروسته به د دغو تولیداتو څخه د شمال ختیځ زون کسان استفاده وکړی.
هغه وویل، چې د دغه شرکت په بیا رغولو ۵ لکه امریکایی ډالره لګښت راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.