د قوش‌تېپې کانال د لومړی فاز چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د قوش ‌تېپې کانال د پروژې مسوول ویلی، چې د دې کانال د لومړی فاز عملی چارو کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی دی.
د دغه کانال لومړی فاز چارې چې ۱۰۸ کیلو متره دی، د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې به بشپړې شی.
د دې پروژې مسوولین زیاتوی، د لومړی فاز لپاره له څلورو زرو بېلابېلو ماشینونو نه استفاده کیږی. د اقتصادی چارو ځینې شنونکی وایی، د قوش ‌تېپې کانال د جوړولو لپاره د سرپرست حکومت دغه اقدام د اوبو د مدیریت د پراختیا او په کرنه کې ترې د استفادې په برخو کې یوه مثبته چاره ده.
د ازبکستان یوه پلاوی هم چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راغلی و، د رییس الوزرا له اقتصادی مرستیال سره په کتنه کې د قوش‌ تېپې کانال د معیاری تطبیق لپاره د خپل هېواد له همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.