کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۵ نېټه):
وروسته له هغې چې د امریکا د مرکزی قوماندانۍ یا (CENTCOM) مشر جنرال مایکل کوریلا خبرداری ورکړ، چې داعش په افغانستان کې د تېر کال په پرتله او د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې پیاوړی شوی، د سرپرست افغان حکومت مرکزی ویاند یې پر دغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی.
ذبـ.ـیح الله مجـ.ـاهد د نوموړی دغه څرګندونې له حقیقت څخه لرې ګڼلی او ادعا یې کړې، چې افغانستان کې د دغې ډلې شتون او فعالیت له پخوا څخه په مراتبو کم شوی او ځپل شوی دی.
مجاهد پر امریکایی لوری نیوکه کړې، چې د دوی دغه ډول څرګندونې داعش ډلې ته یو ډول کمپاین او هغوی سره مرسته کول دی.
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږی، چې دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت د استخباراتو ریاست له لوری په یو لړ شپنیو عملیاتو کې د دغې ډلې مهم پټنځایونه او غړی په نښه او له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ