کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۵ نېټه):
د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مهمند ویلی، چې له افغانستان څخه بهر ته د زړو اوسپنو قاچاق کولو مخه نیول شوې او اوس د اوسپنې پر ځای نورو هېوادونو ته ګول سیخ صادریږی.
تر دې وړاندې حکومت د کابینې غونډه کې له هېواده بهر د هر ډول اوسپنو او کباړو پر وېستلو بندیز ولګولو.
په ورته مهال د چارواکو په وینا، اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلېکولو شاوخوا ۴۲ فابریکې فعالیت کوی، چې د ګاډرو او ګول سیخ ترڅنګ د المونیمی توکو او نورو بېلابېلو توکو تولیدی کارخانې فعالې دی.
د راپورونو پر اساس په یادو کارخونو کې لسګونه زره کسان په کار بوخت دی.
د چارو د پوهانو په باور نورو هېوادونو ته دغه ډول د خامو توکو قاچاق باندې بندیز کولی شی، چې د کورنیو تولیداتو د رشد په برخه کې اغېزمن تمام شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ