د امریکا استازو جرګې بلېنکن ته دوه ورځې وخت ورکړی چې له افغانستانه د وتلو په اړه اسناد ورته وسپاری

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن ته دوه ورځې وخت ورکړی، چې له افغانستانه په بیړه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه سندونه د دغې کمېټې په واک کې ورکړی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مک مکال ګواښ کړی، که چېرې انتونی بلېنکن تر دوشنبې په دغې غوښتنې عمل ونه‌ کړی، د استازو جرګې له خوا به احضار شی.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلی وو، چې دغه معلومات به روان کال د اپرېل تر نیمایی پورې د دغې کمېټې په واک کې ورکړی، خو د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د انتونی بلېنکن څرګندونې بې معنا بللې وې.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی وو، چې یاد وزارت دغې کمېټې ته د اسنادو لېږلو ته ژمن دی او تر اوسه یې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو د لامل په تړاو له دغې کمېټې سره د سپناوی لسګونه غونډې کړی او دغې کمېټې ته یې سلګونه پاڼې اسناد او شواهد هم ورسپارلی دی.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتلو ګڼ بهر مېشتی سیاستوال او شنونکی امریکا باندې نیوکو ته هڅېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.