کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه
د راپورونو له مخې د تورخم پر لار د تلونکو مسافرو ستونزې د پخوا په پرتله کمې شوې دی.
د تورخم کمیسار نن یکشنبه له فرضی کرښې لیدنه کړې او پر دغه لار یې د تلوونکو مسافرو وضیت له نږدې څارلی دی.
په دغه لیدنه کې نوموړی د فرضی کرښې اړوند ټولو مسوولینو ته لارښونه کړې، چې پر دغه لار دې له تلونکو مسافرو سره ښه چلند وکړی او په صادقانه ډول یې اړونده خدمات ترسره کړی.
پر دغې لارې موده وړاندې تلونکی مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې د سرپرست افغان حکومت د مسوولینو لخوا د کرښې هغې غاړې مسوولینو سره تر خبرو وروسته تر ډېره بریده شته ستونزې هوارې شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ