معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / پښتون ژغورنه او د دې ډول خوځښتونو نن او راتلونکې!
نعمت الله عزیزی

پښتون ژغورنه او د دې ډول خوځښتونو نن او راتلونکې!

 

نعمت الله عزیزي

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ورځ تر بلې پراخېږي او د چارو د شنونکو په باور دا ډول ولسي خوځښتونه کولای شي ټولنیز عدل ته لار هواره کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې له څه مودې راهېسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د غونډو او پرلتونو په ترڅ کې دوام لري، څه موده وړاندې یې د پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې لویه غونډه جوړه کړې وه چې د خبریالانو له خوا په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د دې غونډې په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې څرګندېږي چې په زرګونو خلکو په دې غونډه کې ګډون کړی ؤ.

د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د اسلام آباد د پرلت وروسته د پېښور په یاده غونډه کې پر پېښور او قبایلي سیمو سربېره له بلوچستان او پنجاب هم ځینو خلکو ګډون کړی وو، په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ډېری داسې خلک لېدل کېږي چې د خپلو ورکو خپلوانو عکسونه لېږدوي او ادعا کوي چې دا خلک د حکومت له لوري د نا معلومو دلایلو پر بنسټ وړل شوي دي.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د همدې موضوع په تړاو او د “پښتون خوځښت؛ نن او راتلونکې” تر سرلیک لاندې په یو اکاډمیک بحث کې د وري یا حمل په اوومه نېټه، دا موضوع وڅېړله او د پښتنو دا خوځښت یې له لاسته راوړنو ډک او د سلب شویو حقوقو د ترلاسه کولو یو مدني او بشري غورځنګ په توګه یاد کړ.

په دې بحث کې لومړی د پښتون خوځښت د شالید په هکله لیکوال او د چارو شنونکي انجینیر محسن امین ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او د کوزو پښتنو د محرومیت، مظلومیت، فقر، توپیري چلند او د پاکستاني حکومتونو له لوري د دوامداره ځپلو خبرې یادې کړلې. ښاغلي امین وویل: په فاټا یا د آزادو قبایلو په سیمو کې هېڅ رسمي پوهنتون شتون نه لري، دې خلکو ته د دوهم درجې خلکو په سترګه کتل کېږي، ډېر زیات محدودیتونه او ګرځبندیزونه پرې لګول شوي، ډېر د سر سړي په هدفي وژنو کې له منځه تللي او په اقتصادي برخه کې هم د دې سېمې د پښتنو کلني عاید ۶۰۰ ډالر تخمین شوی دی په داسې حال کې چې د پاکستان د نورو برخو د هر کس کلنی عاید د ۱۵۰۰ ډالرو شاوخوا اټکل شوی دی.

دوهم ویناوال لیکوال او د چارو شنونکي ډاکټر وحید الله مصلح بیا د پښتون ژغورنې خوځښت په اوسني حالت او پر ځانګړنو خبرې وکړې، چې نوموړي هم د پښتنو وروستی خوځښت د ظلمونو او زور زیاتیو پایله وګڼله او په وینا یې په پاکستان کې له دې خلکو سره ډېر توپیري چلند کېږي او ټولې زیرمې یې د پنجاب په خدمت کې دي.

ښاغلي مصلح د کوزو پښتنو د اوسني خوځښت ځانګړنې دا ډول په ګوته کړې: ۱- د پښتونو وروستی خوځښت په هېڅ سیاسي اړخ پورې تړاو نه لري. ۲- دا یو خود جوشه خوځښت دی چې د ظلم پر وړاندې راپورته شوی. ۳- اجنډا یې قومي نه ده، بلکې د خپلو مدني او حقه حقونو غوښتنه لري. ۴- په دې خوځښت کې د ټکنالوژۍ څخه د خلکو په بېدارۍ کې ګټه واخیستل شوه.

د سیاسي چارو شنونکي وحید الله مصلح د کوزو پښتنو د دې خوځښت څخه د افغان حکومت او خپله ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ وستایلو او په وینا یې دا ملاتړ په یو حساس وخت کې وشو چې پاکستان حکومت یې اړ کړ د پښتنو د پرلت له مشرانو سره خبرې وکړي په داسې حال کې چې له دې مخکې آن په یوه پاکستاني رسنۍ کې یې یادونه هم نه کېدله.

ښاغلي مصلح زیاته کړه، د کوزو پښتنو د دا ډول خوځښتونو دوام کېدای شي د پاکستان د شتون پر وړاندې یوه سوالیه وي.

د علومو اکاډمۍ غړي او د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مرستیال څېړندوی رحیم الله حریفال هم د پښتون خوځښت پر راتلونکي او د دې خوځښت په لاسته راوړنو رڼا واچوله او تر دې مهاله یې دا خوځښت له لاسته راوړنو ډګ وګڼلو؛ نوموړي زیاته کړه؛ د کوزو پښتنو دې خوځښت د لومړي ځل لپاره د وېرې حاکمه فضا وننګوله او وېره یې له منځه یوړه، د لومړي ځل لپاره پښتانه په دومره لویه کچه راټول شول، په پاکستان کې یې قومي ګوندونه چلنج کړل، د ټولنې له منځه د پښتنو د حقونو د غوښتنې لپاره د نوې مشرۍ زمینه برابره شوه، همدارنګه پښتنو د جګړې پر وړاندې د اعتراض خپل غږ اوچت کړ او د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلی حریفال سره له دې چې باور لري د پښتون ژغورنې خوځښت د ټولنې له منځه د ظلمونو او محرومیتونو پر وړاندې خودجوشه حرکت دی او ټولو ګوندونو او خلکو ته یې غېږه خلاصه ده، خو باور لري چې که چېرې دا خوځښت منظم نه شي او موخو ته د رسېدو لپاره پلان او پالیسي ونه لري کېدای شي د احساساتي بهیر په توګه ژر له منځه لاړ شي.

د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې ګډونوالو د کوزو پښتنو د ژغورنې د خوځښت د بېلابېلو برخو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړلې او د ویناوالو له خوا ځواب کړل شوې.

دغه اکاډمیک بحث چې د وري په ۱۴ مه د سه شنبې مازیګر ۵ بجې پیل د ماخوستن تر ۸:۳۰ پورې یې دوام وکړ، د ګډونوالو له خوا ډېر وستایل شو او د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له ادارې یې د دا ډول بحثونو د دوام غوښتنه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس