د کډوالو وزیر ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د ایران له سفیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دې وزارت سرپرست خلیل‌ الرحمن حقانی په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمی قمی سره د لېدنې پر مهال ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړی.
خبرپاڼه کې راغلی، چې حقانی په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند، د حج د مراسمو پر مهال د افغانانو د تګ_راتګ، د کډوالو چارو وزارت له اتشې سره د همکاریو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو افغانانو د جسدونو د لېږد په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کې د کډوالو وزارت د ایران د سفیر له قوله لیکلی، چې دوی هڅه کوی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا نږدې کړی او په ایران کې د افغان کډوالو شته ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.