افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ د ډېرښت په اړه اندېښنې زیاتې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایی، چې په تېر زېږدیز کال کې یې هېواد کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې پر سِل یا توبرکلوز د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره تنو ته رسېده.
دغه وزارت زیاتوی چې د نری رنځ ناروغۍ د درملنې لپاره یې په ټول هېواد کې ۸۵۰ مرکزونه فعال ساتلی دی.
بل لور بیا کابل کې د افغان جاپان روغتون سرطبیب رسنیو ته ویلی، چې دغه روغتون ته د پخوا په پرتله د سِل یا توبرکلوز ناروغۍ مراجعه کوونکی ډېر شوی دی.
د دغه سرطبیب په خبره یوازې افغان جاپان روغتون ته د ورځې د سل ناروغانو څخه څه باندې ۷۰ ناروغان له همدې امله مراجعه کوی.
له دې سره سم ځینې هغه ناروغان چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، له عامې روغتیا وزارت څخه غواړی، چې په ولایتونو کې یې هم د سِل ناروغۍ د درملنې امکانات برابر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.