کابل ښاروالۍ تېر کال له څلور میلیاردو افغانیو ډېر عواید راټول کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایی، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی او ۱۱ سوه ۷۰ جریبه ځمکه چې د یادې ادارې اړوند وه، له غصبه راګرځولې ده.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو نن په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو اړوند معلومات ورکړل.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی ویلی، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۴ میلیارده ۳۰۶ میلیونه ۹۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید د صفایی او ښاری خدمتونو له درکه ترلاسه شوی دی.
هغه زیاته کړه، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو کچه یو میلیارد، ۲۸۶ میلیون ۵۷۵ زره او ۳۰۳ افغانۍ وه چې د تېر او وړم کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښیی او د عوایدو زیاتوالی دلیل د عوایدو په راټولولو کې د شفافیت ډېرښت دی.
نوموړی وایی، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۱۱ سوه ۷۰ جریب ځمکه چې د کابل ښاروالی اړوند ده د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له غصبه راګرځولې ده او په دغه تړاو یې ۱۷ دوسیې د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته هم استولی دی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.