خلیلزاد وایی، د افغانستان شمال کې د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت وروستی عملیات اغېزمن دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۸ نېټه):
د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایی، که د داعش د دریو غړو د وژلو په اړه د سرپرست افغان حکومت ادعا رښتیا وی، نو دا د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې لپاره یو لوی ګوزار دی.
وروسته له هغې چې د سرپرست افغان حکومت سرچینو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د دریو مهمو غړو د وژلو خبر ورکړ، د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره د امریکا او سرپرست افغان حکومت ترمنځ د خبرو_اترو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت له لوری د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې مهم اشخاص او پټنځایونه په نښه او له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.