کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۸ نېټه):
د افغانی سرې میاشتې ټولنه وایی، تېره ورځ یې کابل کې څلورو روغتونونو ته په زړه سوری ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره ورمعرفی کړی دی.
د دې ټولنې مسوولینو ویلی، چې دا ماشومان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکی دی، چې د درملنې لګښت یې د سرې میاشتې لخوا ورکول کیږی.
د افغانی سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په زړه سوری د هر ماشوم په درملنه له ۸ سوه امریکایی ډالرو نیولې تر ۲ زره امریکایی ډالرو لګښت راځی. تېره اونۍ هم دې ټولنې ۱۸ په زړه سوری ماشومان کابل کې یو شمېر روغتونونو ته درملنې او عملیات لپاره معرفی کړی وو.
افغانی سره میاشت د نورو فعالیتونو ترڅنګ په زړه سوری، د شدیدو سوځېدونکو او د هډوکو پر ناروغۍ د روږدو ماشومانو په کور دننه او بهر ته د تللو اړ درملنې چارې په خپل لګښت ترسره کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ