کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د قطر د شاهی کورنۍ غړی حمد بن عبدالله بن محمد الثانی په مالی لګښت د یوې مدرسې، ښوونځی او روغتیایی مرکز رغولو چارې پیل شوې.
بهرامچه د هلمند د مرکز جنوب لور ته په ۳ سوه کیلو مترۍ کې لرې پرته سرحدی ولسوالۍ ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لری او اکثریت خلک یې په سوداګرۍ بوخت دی.
د هلمند ځایی چارواکو ویلی، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونه کورنیو ته پوهنیز او روغتیایی خدمات وړاندې شی.
هلمند هغه ولایت دی چې د تېرو دوو لسیزو جګړو او نا امنۍ له امله په کې ډېر کم پرمختیایی چارې ترسره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ