کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د افغانستان د هوا پېژندنې ملی ادارې ویلی، چې له تېرې ورځې وروسته به نن هم په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزنی، کندهار، مېدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندی، ارزګان، غور، فراه او هلمند ولایتونو کې اورښتونه وشی او سېلابونه به راووځی.
دغې ادارې وړاندې ویلی، چې د بارانونو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له له ۲۰ څخه تر ۵۰ ملی مترو او واورې کچه به له ۲۰ څخه تر ۴۰ سانتې مترو پوری وی.
د حمل میاشتې له پیل سره د هېواد په ډېری ولایاتو کې اورښتونه پیل شوی، چې ورسره یو شمېر سیمو کې سېلابونه هم راوتلی چې خلکو ته یې ځینو مواردو کې زیانونه هم اړولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ