ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) ارګ راپور ورکوي چې، په هلمند ولایت کې د کجکي د اوبو بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوي او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې لومړی توربين په کار پیل وکړي. د ترکيې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوي پرون یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) …
ادامه نوشته »دیبورا لاینز ډاډ ورکړی چې له افغانانو سره به د یوناما مرستې روانې وي
ګهیځ: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو د جاري ساتلو ډاډ ورکړی. یوناما پر خپله پښتو فیسبوک پاڼه (یوناما پښتو) لیکلي چې، مېرمن لاین د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې پر مهال ژمنه وکړه، …
ادامه نوشته »افغانۍ په نړیوال بازار کې؛ افغان کابینه یې د ارزښت ساتلو لپاره هڅه کوي
ګهیځ: نن سې شنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده. د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د …
ادامه نوشته »افغان کډوال؛ والسټرېټ وايي ایران یې د ویستلو لړۍ چټکه کړې
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۲مه) خپاره شوي راپورونه وايي چې، له ایرانه د افغان کډوالود ویستلو لړۍ چټکه شوې ده. والسټرېټ ژورنال راپور ورکوي چې، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي. سرچینه کاږي چې ایران …
ادامه نوشته »له افغانستان سره مرستې؛ برېټانیا ۱۰۰ میلیونه نوره مرسته کوي
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) برېټانیا له افغانستان سره پر خپلو پخوانیو بشري مرستو سل میلیونه ډالر نور ورزیات کړي دي. د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د G7 هېوادونو په غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د انساني چوپړ په موخه پر خپلو اعلان …
ادامه نوشته »اسلامي امارت د امریکا له هغې مقررې هرکلی کړی چې له مخې یې افغانستان ته پیسې لېږدول کېږي
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان اسلامي مارت افغانستان ته د پیسو د لېږد لپاره د امریکا لخوا د جوړې شوې مقررې هرکلی کړی. د بهرنیو چارو زورات ویاند عبدلقهار بلخي وايي د امریکا د مالیې وزارت لخوا بانکونو ته د افغانانو لپاره له بهر څخه خپل هېواد …
ادامه نوشته »سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) په افغانستان کې ۶ زره روغتیایي کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبره د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې ځینو غړو کړې ده. کمېټه وايي چې، دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي …
ادامه نوشته »په ننګرهار کې د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې شو
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې تولید شوي د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې کړل. د ستروسو د محصولاتو یاد نندارتون د بڼوالۍ ملي مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و. د نندارتون د …
ادامه نوشته »کاملوف پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر افغانستان د وضع شوو اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې. عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او …
ادامه نوشته »د کابل هوايي ډګر؛ ترکیې او قطر یې د چارو سمبالښت لپاره کمپنۍ مشخصې کړې
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) په خپرو شو راپورو نو کې راغلي، ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځني سفره تر ستنېدو وروسته …
ادامه نوشته »