کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
په نوی ډیلی کې د افغانستان لوی سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د افغانستان سفیر فرید ماموندزی له هندی پانګوالو سره لیدنه کې له دوی غوښتی، چې افغانستان سره سوداګریزه راکړه_ورکړه زیاته او د افغان سوداګرو د تولیدی ظرفیت لوړولو کې د افغان لوری ملاتړ وکړی.
خبرپاڼې زیاته کړې، په دې ناسته کې د هند او افغانستان ترمنځ د وچې او تازه مېوې د صادراتو او وارداتو پر ښه والی، د ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو او وړتیاوو پر پراختیا، د صحی درملو پر پروسیس او د صحی درملو لپاره د خامو موادو پر کېفیت او کمیت بحثونه وشول.
دواړو لوریو د افغانستان او هند په ځانګړی توګه د پونې ترمنځ د سوداګرۍ پر فرصتونو او ستونزو پر حل لارو خبرې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ