کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د افغانستان مرکزی بانک ویلی، د بشری مرستو په دوام کې نن ورځ ۴۰ میلیونه امریکایی ډالر کابل ته را ورسېدل.
دغې بانک زیاته کړې، افغانستان ته له قانونی لارو د بهرنیو اسعارو د راتک هرکلی کوی. سرچینې له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکی سکټور له لارې افغانستان ته ولېږی.
د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال د نړیوالو نغدی مرستې د هېواد د اقتصاد د ښه والی په برخه کې ګټورې ګڼی او له نړیوالې غواړی، چې د خپلو مرستو یوه برخه د هېواد پر پراختیایی چارو هم ولګوی.
د بشری مرستو دغه ۴۰ میلیونی کڅوړه په داسې مهال کابل ته ورسېده، چې افغانستان کې د ژمی او وزګارتیا په دوام خلک له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ