کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مسوول جوزېف بورېل ویلی، اروپایی ټولنه په افغانستان کې د بشرپاله مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه مرستې به په جدی توګه وڅارل شی.
نوموړی که څه هم د ښځو د کار په اړه د افغان حکومت وروستۍ پرېکړې د مرستې رسونې پر بهیر اغېز مننونکې ګڼلې، خو ډاډ یې ورکړی چې اروپایی ټولنه په افغانستان کې د خپلو بشری مرستو دوام ته ژمنه ده.
په افغانستان کې د ښځو د کار له ځنډېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږی. ځینې مرستندویو بنسټونو ویلی، چې د ښځو د کار ځنډېډو په افغانستان کې د مرستې رسونې چارې له ستونزو سره مخ کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ