معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه (صفحه 512)

اقتصاد او ټولنه

د افغانستان کنګل شوې پانګه؛ پوتین یې د آزادېدو غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين له لوېديځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشري اړتياوو لپاره د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده کړي. ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په روسیه کې د پانګونې په یوه فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په …

ادامه نوشته »

د اسلامي امارت حکومت د زړو اوسپنو د څېړلو په موخه کندهار ته پلاوی لېږلی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د زړو اوسپنو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی دغه ولایت ته استولی دی. د یادی خونې مرستیال یونس مهمند رسنیو ته څرګنده کړې، په هغه ناسته کې …

ادامه نوشته »

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي

اروپايي ټولنه وایي افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي. ګهیځ: نن سې شنبه (دلیندۍ ۹مه) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې …

ادامه نوشته »

سوېلي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالره مرسته کوي

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده. کهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد …

ادامه نوشته »

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ؛ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په تړاو یې نړیوال بانک نن پرېکړه کوي

نړیوال بانک نن پرېکړه کوي، چې له دوی سره پراته د افغانستان  ۵۰۰ میلیونه ډالر ازاد کړي او که نه؟ ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) رویټرز راپور ورکړی، چې نړیوال بانک له امریکا سره تر سلا مشورو وروسته نن پر دې بحث کوي چې د افغانستان یوه برخه …

ادامه نوشته »

اروپايي چارواکي وايي اسلامي امارت ترې د هوايي ډګرونو د سمبالښت لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې

اروپايي چارواکي وايي، د اسلامي امارت چارواکو ترې په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه. ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پرون او وړمه ورځ په دوحه …

ادامه نوشته »

مایک: ځان د بشري حقونو مدافعین بلو خو د افغان ولس پر حقونو مو سترګې ړندې دي

نړیواله ټولنه په ښکاره ډول په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ مه) د اروپايي پارلمان یوه غړي مایک والاس په یوه ټوېټ پیغام کې په افغانستان کې روان وضعیت بوږنوونکی بللی او په خبره یې دا هر څه د نړیوالې ټولنې د …

ادامه نوشته »

اسیایي هېوادونه: له افغانستان سره دې بشري مرستې دوام ومومي

ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی. ګهیځ: د خپرو شوو راپورونو له مخې د اسیايي هېوادونو ولسمشرانو په ترکمنستان کې په یوه ګډه ناسته کې پر دې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي. یادو هېوادونو پر نړیوالو غږ …

ادامه نوشته »

ملګرو ملتونو ۱۱ زره افغان بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته پر ۱۱ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه)  په یوه خبرپاڼه کې ویلي پر دغو بزګرانو ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي …

ادامه نوشته »

چارواکي: ایران ته په افغان صادارتو کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی

افغان چارواکو ویلي، چې ایران ته له افغانستان څخه صادرات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوي دي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د سوداګرۍ او پانګوونې خونه وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته د افغان توکو د صادراتو کچه …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس