یوازې تېره ورځ د کابل_جلال آباد پر لویه لار لس ترافیکی پېښې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې یوازې پرون یکشنبې ورځ پر یاده لویه‌ لار له لسو ډېرې ترافیکی پېښې شوې دی.
راپورونه وایی، چې د دغو پېښو په لړ کې یو کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شوی دی.
ټولګټو چارو وزارت د همدې پېښو د مخنیوی په موخه یوه اعلامیه کې پر دغې لویې لارې له تلونکو موټر چلوونکو غوښتی، چې راتلونکی کې د دغه ډول ټرافیکی پېښو د مخنیوی په موخه ټایرونو کې له زنځیر (چاینونو) ګټه پورته کړی.
دغه وزارت اعلامیه کې زیاته کړې چې دغه پرېکړه د هېوادوالو د ژوند خوندیتوب په موخه شوې ده.
دې وروستیو د هېواد اکثرو لویو لارو کې ټرافیکی پېښو ډېرښت موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.