د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له هېواده یو مېلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالره صادرات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت د یو ټویټ په کولو سره ویلی، د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
د اقتصادی معاونیت دفتر همداراز زیاته کړې، چې په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې یو مېلیارد او ۷ سوه میلیونه ډالره عواید هم راټول شوی دی.
دغه دفتر ویلی، په‌ دغه موده کې د بانکی سکټور د پاشل کېدو د مخنیوی ترڅنګ، د افغانیو د پشتیوانې کنګل کېدو او پر بانکی سکټور له بندیزونو سربېره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته ساتل شوې او له کورنۍ بودیجې څخه ۸ لکه دولتی کارکوونکو ته هم معاشونه ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.