افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان پر مسایلو پاکستانی چارواکو سره غږېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکل شوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پلاوی سره د افغانستان په تړاو خبرې کړی.
دوی ویلی، چې د امریکا ځانګړی استازی د بهرنیو چارو د مرستیال اسد محمد خان په مشرۍ پلاوی سره په اسلام آباد کې لیدلی او دواړو لورو دغه لیدنه کې د سیمې پر حالاتو خبرې کړی.
پاکستانی لوری دغو خبرو کې ژمنه کړې، چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به کار کوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دی ورکړی.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ به د افغانستان پر وروستیو پرېکړو د مشورې لپاره پاکستان جرمنی او سویس ته سفر وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.