معماری
خانه / ګهیځ نیوز (صفحه 662)

ګهیځ نیوز

ایراني پولیسو نظام الدین قیصاري نیولی دی

ايراني رسنيو په خپلو خبرونو کې ليکلي چې، نن د ایران پولیسو نظام الدین قیصاري د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې نیولی دی. د پرځېدلي حکومت د سیمه ایزو وسله والو ملېشو قومندان او په ايران کې د افغان کډوالو خپلسرى استاﺯى، نظام الدين قيصارې، کډوالو ته د پېژندنې …

ادامه نوشته »

په کابل کې د لنډې مودې لپاره د پاسپورټونو وېش بند شو

د اسلامي امارت حکومت د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه (لړم۲۴) خبر ورکړ چې سر له سبا به تر نامعلومې نېټې پورې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وي. د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یوه ویدويي پیغام کې چې د پاسپورت ریاست پر فیبسوک …

ادامه نوشته »

ملګري ملتونه په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي سبا (چهارشنبه د لړم پر ۲۶مه) د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره غونډه کوي. د روسیې ټاس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس له قوله ويلي، چې په دې غونډه کې به پر بشري حقونو، انساني مرستو او افغانستان ته …

ادامه نوشته »

شاوخوا ۱۴ ﺯره امريکايان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي

فارن پاليسي مجلې راپور ورکړی چې د امريکا د بهرنيو چارو وﺯارت ځینې چارواکي وايي، چې څه کم ۱۴ ﺯره امريکايان لا تر اوسه په افغانستان کې بند پاتې دي. د امريکا د کنګرې يوه مرستيال دغې مجلې سره په خبرو کې ويلي، چې د امریکا حکومت د امریکايي اتباعو …

ادامه نوشته »

افغانستان بانک لس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، د دغه هیواد د بانکي نظام فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت ته ور وګرځي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو «ثبات» به وساتل شي. د افغانستان بانک داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو …

ادامه نوشته »

صالح: پاکستان د طالبانو لپاره په پټه افغانۍ چاپ کوي

د پرځېدلي حکومت د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې ده ته رسېدلي نا تاييد شوي راپورونه ښیي، چې پاکستان په پټ او غیر قانوني ډول افغانۍ چاپوي او بیا یې طالبانو ته په واک کې ورکوي. صالح دا خبره پر خپله رسمي ټوټیر پاڼه لیکلې. نوموړی وايي، …

ادامه نوشته »

د کابل په کوټه سنګي کې ماین چاودنه شوې

نن سهار مهال د کابل په کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې. ځايي سرچینو رسنیو ته تاید کړې، چې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د چسپکي ماین چاودنه رامنځ ته شوې. عینې شاهدان وايي، په دغې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي. امنیتي …

ادامه نوشته »

په دشت برچي کې د شنبې ورځې د برید مسوولیت داعش ومانه

اسلامي دولت ډله یا داعش مني چې په کابل کې د وړمې ورځې د برید عاملین دوی دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسلامي دولت ډلې یا داعش، په خپلو ټلیګرام چینلونو کې د کابل په لویدیځ دشت برچي کې پر مسافر وړونکي موټر د شنبې ورځې د برید …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس