د ۲۵ طالب جنګالیو پر وژلو د یو برېټانیایی پوځی اعتراف ګڼ غبرګونونه راپارولی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بریتانیا د شاهی کورنۍ یو غړی شهزاده هری چې افغانستان کې یې د ناټو تر چتر لاندې د هوایی څانګې لارښود او د اپاچی چورلکې پیلوټ پاتې شوی، په خپل ژوند لیک کې اعترف کړی چې ۲۵ طالب جنګیالی یې د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه وړی.
نوموړی ویلی، دغه خلک یې وړاندې تر دې چې د بدوالی یا ښه والی په اړه یې فکر وکړی، لۀ منځه وړی دی.
پر دغو څرګندونو د سرپرست افغان حکومت یو شمېر مشرانو او ځینو غربی جنرالانو غبرګون ښودلی.
د برېټانیې ځینو سیاستوالو دغه څرګندونې د هغه د امنیت لپاره خطر بللی او ځینو نورو پخوانیو پوځی جنرالانو بیا ویلی، چې نوموړی به پوهـ کړی، څو راتلونکی کې د دغه ډول څرګندونو څخه ډډه وکړی.
د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمی ویلی، د هری دا اعتراف څرګندوی چې دغه ډول جنایتونه یوازې تر شهزاده هری پورې منحصر نه دی.
انس حقانی بیا نوموړی ستایلی چې د افغانانو د وژونکو ترمنځ یوازې دې جرئت کړی چې په خپلو جنګی جرمونو اعتراف وکړی.
شهزاده هری په ۲۰۱۵ کال کې له لس کلن پوځی خدمت وروسته استعفی وکړه.
دغه پوځی په داسې مهال اعتراف کوی چې د بریتانیا په ګډون د امریکا، اسټرالیا او څو نورو بهرنیو هېوادونو یو شمېر پوځیان چې د ناټو په چوکاټ کې یې په افغانستان کې دندې مخته وړلې، د یو شمېر بې ګناه افغانانو په بې ځایه ځورولو، ویشتلو او نیولو تورن دی چې لا یې په اړه پلټنې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.