ا.ا هند او نورو هېوادونو کې روزل شویو افغان نظامیانو ته د دندې ورکولو ژمنه کړې
ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۴مه او د جون میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د کورنیوچارو وزارت وایی، چې په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوی افغان پوځیان دې هېواد ته راستانه شی، په دندو به یې وګوماری.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بېګاه په یوه مرکه کې وویل، چې په بهر کې روزل شوی افغان نظامیان د هېواد شتمنی ده.
هغه وویل: “په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوی افغان نظامیان د وطن کدری شتمنی ده. د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماری.”
حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتی چوکاټ کې د دندو د ورکولو ژمنه داسې مهال کوی چې هند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل سفارت ته یوه تخنیکی ډله واستوله او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور یوځل بیا پیل کړ.
گهیځ