ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۱۸مه) د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالی محمد خالد حنفی ویلی چې په افغانستان کې شل کاله ناټو او لویدیځوالو حکومت کړی او هغوی خپل فکر پر افغانانو باندې تحمیل کړی دی.
نوموړی د کابل ښار له محتسبینو سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې اوس وخت راغلی څو د خلکو فکر اصلاح شی او هغوی ته سمه لار وښودل شی.
حنفی ټینګار کړی دی چې اسلامی امارت په ځانګړې توګه امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دین ترجمان دی او دا د هغوی دنده ده چې خلکو ته شرعی لار وښیی او فکرونه یې سم کړی.
د یادونې ده چې امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې خلکو ته پر جماعت د لمانځه، د ږېرې پرېښودو او دغه راز ځینې نورې سپارښتنې کړې دی.
گهیځ