کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایتي مسوولینو ويلي، چې په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
د مسوولینو په وینا صادر شویو وچو مېوو کې جلغوزي، پسته، بادام او ۱۷ نور ډولونه شامل دي، چې د سیمې سوداګرو ته یې د پام وړ اقتصادي ګټه رسولې ده.
بل لور ځینې سوداګر شکایت لري، چې په سوداګریزو توکو د تعرفو او مالیاتو لوړېدل او په ویزو اخیستو کې ځنډ د دوی لپاره جدي ستونزې جوړې کړې دي. دوی ټینګار کوي، چې که یادې ستونزې حل شي، نو د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي.
په ورته وخت کې سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي، چې د سوداګرو لپاره به اړیني اسانتیاوې برابرې کړي، څو د غلام خان بندر د صادراتو کچه لوړه او سوداګري نوره هم وغوړیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/