معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتي چې په احتیاطي تدابیرو سره خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې پنجشنبې په ورځ د سارس ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور خپور کړ او ویې ویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
کانګو یوه وژونکې ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس