کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) وایی، د خپلو شریکانو په مرسته به د روان زېږدیز کال دوهمه نیمایی کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو په وړاندې کولو سره هڅه وکړی، چې د بېړنیو روغتیایی ستونزو مخه ونیسی.
د راپور پر بنسټ، د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې سږ کال یې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړی د روغتیایی مرستو لپاره په نښه کړی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د دغو وګړو له ډلې اته میلیونه او څلور لکو ته یې د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرستې رسولې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ