A Pakistani soldier keeps vigil next to a newly fenced border fencing along Afghan border at Kitton Orchard Post in Pakistan's North Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وایی د اغزن تار ستونزه هواره شوې

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۷مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلی، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه هواره شوې.
شیخ رشید په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلی چې اوس د افغانستان له اسلامی امارت سره په ګډه دا کار کوی.
هغه د ستونزې د هواری د څرنګوالی په اړه په څرګند ډول څه نه دی ویلی خو ټینګار یې کړی چې، د اغزن تار په لګولو یې پوځ ډېره قربانی ورکړې او پیسې یې پرې لګولې دی.
اسلامی امارت تازه په دې اړه څه نه‌ دی ویلی، خو شاوخوا اونۍ وړاندې ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالبانو ځینو ځایی چارواکو د اغزن تار پر سر غبرګون ښودلی.
د دغې شخړې په تړاو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې ښکاری چې، د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکتر بشیر پاکستانی سرتېرو ته وایی، د افغانستان پر خاوره اغزن تار ونه ‌دروی او نه هم افغان خاورې ته د راوښتو جرائت وکړی.
وړمه ورځ د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې پر کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو بل المثل ځواب‌ یې هم ورکړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.