سویس کې د امانی صندوق ګټه ۴۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امانی صندوق د مدیره پلاوی غړی شاه محمد محرابی له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلی، چې د دغه صندوق له جوړېدو وروسته د هغه ګټه ۴۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

 نوموړی ویلی دغه صندوق د اسعارو د بیې تثبیت، د بیو د کچو کنټرول او هېواد کې د مالی ثبات د ساتلو لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان وجهی صندوق د ۲۰۲۲ کال سپټمبر میاشت په سویس کې د امریکا له خوا د دغه هېواد د ۳٫۵ میلیارد ډالره شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو.

د اقتصادی چارو ځینې شنونکی وایی، تر اوسه د وجهی صندوق له شتمنیو د هېواد د اقتصادی ودې لپاره کار نه‌ دی اخیستل شوی او اړتیا ده، په داسې حالت کې چې افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې دومره ثبات نه‌ لری، د مالی ثبات د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه واخیستل شی.

بل لور اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا او اروپایی هېوادونو غوښتی، چې د افغانستان شتمنۍ له قید او شرط پرته آزادې کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.