لغمان کې د هېلت نېټ مؤسسې پورې تړلی ۵۹ روغتیایی مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالی پرسونل شتون لری

لغمان کې د هېلت نېټ مؤسسې پورې تړلی ۵۹ روغتیایی مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالی پرسونل شتون لری
راپور: نجیب الله ثاقب
هېلت نېټ مؤسسه چې د طبی برخې ټول تجهیزات، طبی سامان الات، درمل، د پرسونل معاشات او د پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کوی، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د عامې روغتیا وزارت سره د یوه قرار داد له مخې د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند روغتیایی مرکزونو ملاتړ او حمایت په غاړه واخېست، چې دغه قرارداد د ۲۰۲۱ کال د جون تر میاشتې پورې وو.
د یاد قرارداد له مخې په لغمان ولایت کې ټول دولتی روغتیایی مرکزونه د هېلت نېټ په نامه دغې بهرنۍ مؤسسې له خوا حمایه کېده او د روغتیایی پرسونل څخه نیولې، تر خدماتې برخې پورې ټولې کړنې د یادې مؤسسې لخوا تر کنټرول لاندې وې.
د لغمان عامې روغتیا ریاست او هېلت نېټ مؤسسې د قرارداد له مخې په لغمان کې ۵۸ روغتیایی مرکزونه چې ټول ۵۱۵ تنه پرسونل لری او په مرکز مهترلام کې یو ولایتی روغتون چې ټول ۱۷۰ تنه پرسونل لری، د یادې مؤسسې له خوا یې ملاتړ کېږی.
هېلت نېټ مؤسسه د یاد ولایت ټولو روغتیایی مرکزونو ته په شپږو کټه ګوریو کې کار کوی، چې په کې ټولې روغتیایی پوستې، DH، CHC، BHC، PHC او مهترلام ولایتی روغتون شامل دی.
په لغمان ولایت کې د ګهیځ موندنې ښکاروی چې د دې مؤسسې اړوند ۵۹ روغتیایی مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالی پرسونل شته، چې معاشونه او امتیازات یې حېف – مېل کېږی .
په لغمان ولایت کې د هېلت نېټ د مؤسسې ولایتی مشر ښاغلی همایون زهیر ګهیځ ته وویل، چې د دوی او عامې روغتیا ریاست ترمنځ په شته قرارداد کې د ټول روغتیایی پرسونل شمېر له مهترلام څخه پرته شاوخوا ۵ سوه تنه دی او د مهترلام په ولایتی روغتون کې ۱۷۰ تنه پرسونل کار کوی چې په دې ډول ټول د قرارداد شامل مرکزونو د طبی پرسونل شمېر ۶۷۰ تنه کېږی .
همدارنګه د هېلت نېټ مؤسسې د بشری سرچینو د څانګې مسؤول عزیز اشنا له ګهیځ سره په خبرو کې د مهترلام له ولایتی روغتون څخه پرته، په قرارداد کې د شاملو روغتیایی مرکزونو د طبی پرسونل شمېر ۵۱۵ تنه وښود. د ده په خبره د ټولو ۵۸ روغتیایی مرکزونو د پرسونل شمېر ۵۱۵ تنه کېږی چې په پورته شمېر مراکزو کې یواځې مهترلام کې د لغمان ولایتی روغتون شامل نه دی، په داسې حال کې چې د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال بیا دغه شمېر کم ښیی.
ډاکترمحمد آصف ساپی له ګهیځ سره په مرکه کې وویل چې د هېلت نېټ مؤسسې لخوا په لغمان کې ټول ۵۶ روغتیایی مرکزونه حمایه کېږی چې د مهترلام ولایتی روغتون هم په کې شامل دی او په ټولیزه توګه په دغه ۵۶ روغتیایی مرکزونو کې ۱۷۶ تنه پرسونل کار کوی.
ډاکټر ساپی وایی:
((موږ دوه ډوله پکېجونه لرو. روغتون او روغتیایی مرکزونه، چې روغتیایی مرکزونه بیا هم په مختلفو کټه ګوریو وېشل شوی دی. هرې کټه ګورۍ ته په کتو یې بیا پرسونل هم توپیر لری. په هره روغتیایی پوسته کې دوه تنه رضاکاران(یو نارینه او یو ښځینه) کار کوی، په هر فرعی روغتیایی مرکز کې ۳ تنه او په هر اساسی روغتیایی مرکز یا BHC کې ۹تنه، هر جامع روغتیایی مرکز یا CHC کې ۱۹ تنه او د مهترلام ولایتی روغتون کې ۱۷۶ تنه کار کوی.))
دا په داسې حال کې ده چې د هېلت نېټ مؤسسې رئیس ډاکتر همایون زهیر او د هېلت نېټ د بشری سرچینو مسؤول عزیز اشنا، په لغمان کې د ټولو روغتیایی مرکزونو د پرسونل په اړه بل ډول ارقام وړاندې کوی. د نوموړی له خوا وړاندې شوی ارقام د لغمان د عامې روغتیا ریاست له خوا د وړاندې شویو ارقامو سره سر نه خوری. د لغمان عامې روغتیا ریاست مرستیال د ټول ولایت د طبی پرسونل شمېر کم ښودلی دی.
کله چې د دواړو لوریو خبرې سره انډول کړو، نو ښکاری چې د عامې روغتیا ریاست مرستیال، د مهترلام ولایتی روغتون په شمول درې روغتیایی مرکزونه کم ښودلی دی.
په دې ترتیب ۱۷۶ تنه د مهترلام ولایتی روغتون کارکوونکی او ۱۸ تنه نور کارمندان د عامې روغتیا د مرستیال لخوا د دوه نورو کم ښودل شویو اساسی روغتیایی مرکزونو او ۱۵ تنه نور هغه کارمندان چې معاون په خپلو خبرو کې ټول تعداد د پرسونل ۵ سوه تنه او عزیز اشنا ۵۱۵ تنه ښودلی دی، توپیر لری؛ دا ټول ۲۰۹ تنه کېږی او د دواړو دفترونو په ارقامو کې ۲۰۹ تنه توپیر شتون لری. د یاد ۲۰۹ تنه خیالی پرسونل معاشات له هېلت نېټ څخه ویستل کېږی .
بل لور ته د سیمې د خلکو ارقام د صحت عامې او هېلت نېټ دفترونو لخوا د وړاندې شویو دواړو ارقامو څخه دا شمېره کمه ښیی او هم خلک د سیمه ییزو روغتیایی مرکزونو له خوا د وړاندې کېدونکو خدمتونو څخه هم خوښ نه دی.
د لغمان مرکز شېرګړ کلی اوسېدونکی سید ابرار سادات وایی:
((ورور مې پر لور باندې ګوته پرې کړې وه. کوم دوه ساعته په تمه وو، چې ډاکټر د مریضانو له معاینې خلاص شی او زما د ورور ګوته پانسمان کړی. تر ډېر وخت انتظار او تکلیف وروسته مې د ورور ګوته پانسمان کړه. دوی ولې نرس یا کوم جراح نه راولی؟ تر کومه به ورته ګورو؟))
د مرکز ډیوې یو تن اوسېدونکی حامد ابراهیمی هم د ډیوې سیمه ییز اساسی روغتون له خدماتو ګیله من دی.
حامد وایی:
((تېره ورځ مریض وم. کلینیک ته لاړم.ډاکټر به هم معاینه کوله او هم به یې پانسمان کاوه. تر یوه ساعت وروسته به یې معاینه خانه پرېښوده او له دواخانې به یې مریضانو ته دوا ورکوله. اخر کې ډېر خلک بې دوا پاتې شول او ناهیلی خپلو کورونو ته لاړل.))
د یاد سیمه ییز اساسی روغتیایی مرکز معاون د صحت عامې ټول ۹ تنه پرسونل ښودلی وو. دوه واکسیناتوران، یو قابله، یو ډاکټر، دوه ګاردان، یو نرس او دوه د ټولنې د تغذیې مشاورین یې د یو اساسی روغتیایی مرکز تشکیل ښودلی وو.
ډاکټر همایون د پرسونل د کمبود ستونزه منی خو وایی، تر اوسه عاجل ناروغ ته په درملنه کې خنډ او ځنډ نه دی رامنځته شوی.
ډاکټر همایون وایی:
((منو چې د پرسونل د کمبود مشکل شته، خو هغه ناروغان چې عاجلې تداوۍ ته ضرورت لری، د دوی کار له نورو مریضانو مخکې کوو.))
ډېره هڅه مو وکړه چې د خپلې دغې څېړنې پایلې د هېلت نېټ مؤسسې له مسؤولینو مخته کېږدو او په اړه یې د هغوی غبرګون واخلو. تر اوږدو خبرو وروسته د دغې مؤسسې د بشری منابعو مسؤول عزیز اشنا د خیالی پرسونل شتون په اړه ناخبری وښوده. نوموړی پرته له دې چې د شوې څېړنې پایلې ومنی، پر خپلو پخوانیو خبرو ټینګار درلود. د ده په خبره د دوی مؤسسه په خپلو چارو کې شفافه او شفافیت لپاره ژمنه ده.
د روغتیا په برخه کې د هېلت نېټ مؤسسې له لوری د خیالی طبی پرسونل شتون مسألې په اړه دغه څېړنه په داسې مهال کېږی، چې تقریبا ټول هېواد کې پر روغتیایی چارو نیوکې او بې باورۍ ډېرې دی، چې له همدې امله ډېری کسان خپل ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لېږدوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.