له هېواده ویستل شوي افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۸مه) د بریتانيا چارواکي وايي د اسلامي امارت تر راتګ وروسته برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوي دي. ګارډین ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له خولې ویلي چې …

Read More »

متحده عربي امارتو له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو ژمنه کړې

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستو لپاره سینه ډبولې ده. د بهرنیو چارو وزارت وايي د متحده عربي اماراتو د فدرالي هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر محمد حماد الشامسي د دغه وزارت له سرپرست وزیر …

Read More »

په ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې فابریکې په کار پیل وکړ

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) د اسلامي امارت چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې یې د ۱۵ میلیونه ډالرو په مالي لګښت د چرګانو دانې د تولید فابریکه پرانستې ده. په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې …

Read More »

ګهیځ د سپین سباوون ځلېدونکی ستوری!

د مرغومي اوومه نېټه د هر کال په څېر سږ کال هم د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د فعالیت د پیل د کلیزې په توګه لمانځو او ویاړو چې پر ولس او هېواد د هر ډول ستړنزمنو شرایطو له راتلو سره سره بیا هم‎‎‎ ګهیځ پدې موده کې …

Read More »

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت؛ بایډن د ارزونې کمیسیون بودیجه توشیح کړه

ګهیځ: د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړي کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن د کانګرس له لوري د دفاعي بودیجې باوري شوې طرحه توشیح کړه. په دې …

Read More »

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وايي د اغزن تار ستونزه هواره شوې

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۷مه) د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ویلي، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه هواره شوې. شیخ رشید په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي چې اوس د افغانستان له اسلامي امارت سره په ګډه دا کار کوي. هغه د …

Read More »

له اسلامي امارته د افغان شعیه ګانو غوښتنه: جعفري مذهب دې په رسمیت وپېژندل شي

ګهیخ: نن سې شنبه (د مرغومي ۷مه) د افغانستان د شعیه مذهب یوې ډلې د اسلامي امارت له نوي حکومت غوښتي چې، جعفري مذهب په رسمیت وپېژني او د یوه ټولګډوني حکومت په چوکاټ کې دې د دوی حقونو خوندي کړل شي. دغې ډلې په یوه بیا کې د اسلامي …

Read More »

له تاجکستانه د راغلې برېښنا موده یو کال نوره هم و غځول شوه

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان څخه یې د واردېدونکې برېښنا موده د راتلونکي یو کال لپاره نوره هم غځولې ده. یاده اداره وايي، له یاد هېواد سره یې په تازه لاسلیک کړي قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر …

Read More »

پاکستان لپاره افغان سفیر د دغه هېواد د رېل پټلۍ له وزیر سره لیدلي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد خان شکیب د پاکستان د رېل پټلۍ له محمداعظم خان سواتي سره لیدلي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې، په دې لیدنه کې د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ …

Read More »

پر افغانستان د شوروي یرغل له ورځې سره سم اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل دوه څلوېښتمه کالیزه ده. له نن څخه ۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۶مه د شوروي د پوځ لومړني قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له …

Read More »